لوګر کې دوه کسان نیول شوي چې د انتحاري حملو پلان‌یې درلود

له لوګر ولایت څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې دوو کسانو چې د انتحاري حملو پلان‌یې درلود، پرون په برکي برک ولسوالۍ کې د امنیتي مأمورینو له‎خوا نیول شوي دي.

د لوګر د والي له دفتره خپور شوی بیان وايي، دا دوه کسان چې یو یې ضیاالدین او بل محمدالله نومېږي، د لوګر اوسېدونکي دي او د حقاني شبکې اړوند د قاري ذبیح‎الله د ډلې غړي دي.

د بیان له مخې دوی اوس‌مهال په توقیف کې دي او تحقیقات ترې روان دي.