افغانستان او پاکستان ځينو هوکړو ته رسېدلي

افغان حکومت وايي له پاکستان سره پر دې توافق ته رسېدلی چې د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره د میکانیزم په جوړولو لومړنۍ دوه اړخیزه ناسته په کابل کې جوړه شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد نن ازادي راډیو ته وویل چې په همدې اړوند به ډېر ژر د پاکستان یو با صلاحیته پلاوی کابل ته راشي:

"دواړه لوریو موافقه وکړه چې یو ګډ کاري ټیم باید وټاکل شي، د دې لپاره به لومړی د پاکستان یو با صلاحیته کاري پلاوی کابل ته راځي او بیا به نورې ناستې په اسلام اباد کې کېږي، په دې اساس به د ګډو عملیاتو او مبارزو د نېټې، جزئیات او تشکیلاتو په پام کې نیولو سره عملي ګامونه پورته شي."

ارګ ماڼۍ نن په یوه بیان کې هم ویلي چې له ترورېزم سره د مبارزې د کړنلارې په دوه اړخیزو ناستو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې موافقه کړې وه.

دغو مشرانو ژمنه وکړه چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې غونډې به بیا پيلوي.