مراد: په کورنیو چارو وزارت کې د اداري فساد له منځه وړل ډېر کار ته اړتیا لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د فساد د مخنیوي په هدف‌يې په ټولو امنیتي بنسټونو کې څېړنې او ارزونې پیل کړي دي.

په امنیتی سکټور کې د فساد د موجودیت په اړه تر يو لړ انتقاداتو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت ټولو منسوبینو ته يې د اداري فساد سره د مبارزې په اړه د جدي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

د دې وزارت ارشد امنیتي مرستیال مراد علي مراد د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه وزارت له سلو څخه ډېر لوړ رتبه کارکونکي يې په فساد کې د لاس لرلو په تور په نښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

مراد: د اداري فساد په تور مو کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت رهبري د فساد په وړاندې مبارزې ته ژمنه ده، تر دې مهاله زیات شمېر کسان پېژندل شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي خو دا کافي نه دي او په دې برخه کې ډېر کار ته لا اړتیا ده."

دا په داسې حال کې ده چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندانۍ د ارکان مرستیال جنرال ریچارډ قیصر په يوه ناسته کې ویلي چې د کورنیو چارو په وزارت کې اداري فساد او کمزوري مدیریت په دغه وزارت کې کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي امنیتي مسؤلینو ته په خطاب کې ویلي چې تاسو له خپلو تدارکاتو څخه وپوښتئ چې سر تېرو ته تجهیزات ولې نه رسېږي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر دامنک جرمي هم د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پر ښه والي ټینګار کړی.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د کورنیو چارو وزارت «د اداري فساد زړه»بللی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وايي، حکومت د اداري فساد سره د اغېزمنې مبارزې لپاره د کورنیو چارو وزارت د تداکارتو سیسټم له نظامي څخه ملکي ته بدل کړی او دوی هڅه کوي چې تر شپږو میاشتو پورې په دغه وزارت کې بنسټیز اصلاحات راشي.

ازاد: تر شپږو میاشتو به دې برخه کې بنسټیز اصلاحات راشي.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر يوه میاشت وړاندې د کورنیو چارو وزارت د تداکاراتو په ریاست کې يو شمېر مسلکي کسان په دنده ګمارلي، له دې وړاندې چې کومو نظامي کسانو هلته کار کاوه هغوی تر ډېره مسلکي نه و، زموږ هیله دا ده چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په دغه ریاست کې جدي تغیرات راشي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم منلې چې په دغه وزارت کې د فساد لمنه ډېره پراخه شوې او د نوموړي په باور د کمزورې رهبرۍ او د امنیتي مسؤلینو د بې کفایتۍ له امله د پولیسو تلفات هم زیات شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د فساد سره د مبارزې د کمېسیون غړی عثمان فراهي وايي، په امنیتي بنسټونو کې فساد له ترورېزم څخه خطرناک دی.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې دوی په فساد کې ښکېل وي او د خپل نفس تابع وي دا ډېر خطرناکه دي ځکه په داسې حال کې له دوی څخه خپل ملي مسؤلیت هېروي او دا په دې معنی ده چې اوبه د دوښمن په کاسه کې توېږي او دوښمن بریا ته رسوي."

ښاغلی فراهي وايي، په امنیتي بنسټونو کې د فساد دوام به د نړیوالې ټولنې مرستې کمې کړي.

دی وايي، په امنیتي بنسټونو کې د فساد موجودیت د خلکو اعتماد ته زیان رسوي او د جنګ په میدانونو کې د سرتېرو په روحیې هم منفي اغېز کوي.

راپور: واصل وصال