محبت: موازي ادارو د نشه‌یي موادو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده

د افغانستان د ملي شورا ځينې غړي وايي، د نشه يي موادو پر ضد مبارزې په برخه کې د بېلابېلو ادارو موجوديت کارونه ټکني کړي او ځنډولي دي.

که څه هم د افغانستان حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره څو ادارې جوړي کړي، خو بيا هم د دې ادارو مؤثريت نه څرګندېږي.

که له يوې خوا په دې برخه کې د هري ادارې مشران او استازي خپلي ادارې او فعاليتونه مهم ګڼي، خو له بلي خوا په ولسي جرګه کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې کمېسيون په دې برخه کې د بېلابېلا ادارو موجوديت د کارونو د ګډوډۍ لامل بولي.

د دې کمېسيون يو غړی نقيب الله محبت وړانديز کوي چي بايد د مخدره موادو پر ضد د مبارزې لپاره يوه اداره جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که ټولې ادارې منظمي او د نشه يي موادو په وزارت کې شاملي شي، د رهبرۍ يو مقام منځ ته راتلای او د مسئوليت مرجع معلومېدای شي، تر دې وروسته دوی کولای شي چې د خپلو مسئوليتونو او کارونو په اړه ځواب ووايي."

دا مهال له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت تر څنګ د کورنيو چارو وزارت هم د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې يو معينيت لري، دغه ډول د نشه يي موادو پر ضد يو عدلي او قضايي مرکز هم فعاليت کوي چې د نشه يي موادو د قاچاقو او توليد دوسيې څېړي.

د طالبانو د رژيم په وروستيو وختونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه نېږدې صفر ته راټيټه شوې وه، کله چې نوی حکومت جوړ شو، نو د نشه يي موادو پر ضد د رياست په کچه يوه کوچنۍ اداره جوړه شوه.

د وخت په تېرېدو سره بزګرو د کوکنارو کښت ته مخه کوله او له دې بوټي سره د مبارزې ادارې هم ورسره ډېرېدلې.

د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې پخوانۍ ادارې هم مني چې په دې برخه کې د ادارو ډېروالی د دې سبب شوی چي د تېرو څو کالو په بهير کي مبارزه د پام وړ نتايج و نه لري.

د نشه يي موادو وزارت پخوانی معين محمد ابراهيم ازهر وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره يوه اداره او يو مشرتوب کولای شي چې په دې برخه کې بريالۍ مبارزه وکړي، خو د ياد وزارت اوسنۍ اداره بيا په دې برخه کې يو روښانه نظر نه لري.

د نوموړي وزارت د پلان او پاليسيو عمومي رئيس محمد عثمان فروتن په دې اړه د ادارو ډېروالی مهم ګڼي او زياتوي چي دا کار څو اړخونه لري، ځکه چې يوه اداره دا کار په يوازي سر نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړه:

"له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ادارو ډېروالی ستونزه نه، بلکې يوه اړتيا ده، دا ضروري ده چې پر يوه وخت د نشه يي موادو له ټولو اړخونو سره مبارزه وشي."

خو د دې وزارت د پاليسيو او همغږۍ معين احمد جاويد قايم بيا پر دې ټينګار کوي چې له مخدره موادو پر ضد د مبارزې لپاره بايد بېلابېلي ادارې لغوه او پر ځای يې يوه اداره جوړه شي:

"دا بېلابېلې برخې بايد په يوې ادارې پوري وتړل شي چې د ګډوډيو مخه ونيول شي، د معتادينو تداوي او پوليسو برخې دي هم دې ادارې ته انتقال شي، تر څو دا اداره د پاليسۍ جوړولو پر ځای په کاري اداره واوړي او ټولو غوښتنو ته ځواب وويلای شي."

په مشرانو جرګه کې د نشه يي موادو پر ضد کمېسيون هم وايي چې د نشه يي موادو پر ضد مبارزه بايد د يوې ادارې له خوا پر مخ يووړل شي.

له بله پلوه د کورنيو چارو وزارت، د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې معينيت که څه هم په دې برخه کي د بېلابېلو ادارو موجوديت يوه اړتيا بولي، خو د دې تر څنګ دا يادونه هم کوي چي تر څو د دې معينيت تشکيلات پراخ نه شي او کافي امکانات يې په واک کې ور نه کړل شي، د نشه يي موادو پر ضد مبارزه مطلوبه نتيجه نه شي ترلاسه کېدای.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت په نورو برخو کې هم موازي ادارې شته او ولسمشر محمد اشرف غني د ملي وحدت حکومت تر جوړېدو وروسته ژمنه کړې وه چې موازي ادارې به له منځه وړي، خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

راپور: عبادالله حنانزی