د افغانستان د جهادي او ملي احزابو شورا په کابل کې له تحصن کوونکو وغوښتل چې د لارو بندول پای ته ورسوي.
د دې شورا مشرتابه نن یکشنبه په همدې اړه په کابل کې غونډه وکړه.
د جهادي او ملي احزابو د شورا په استازیتوب پخواني ولسمشر صبغتالله مجددي وویل:
"زه د یوه مصلح سپینږیري په توګه له تاسو غواړم چې په دې روژې میاشت کې د خلکو په مخ د لارو له بندولو لاس واخلئ، همداراز اوسنیو پېښو او حالاتو ته په کتو، دا مناسبه نهبولم چې د حکومت لوړپوړي چارواکي له دندو لیرې کړای شي."
په کابل کې یو شمېر خلکو له وروستیو خونړیو حملو وروسته، له تېرې جمعې راهیسې د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر عمومي واټونو خیمې درولي او د لوړپوړيو حکومتي مشرانو استعفا غواړي.
دوی چارواکي خلکو ته د امنیت په ټېنګښت کې ناکامه بولي.