اسلام‌اباد اسلام ته په سپکاوي یو تورن شیعه په مرګ محکوم کړ

په پاکستان کې د ترورېزم ضد محکمې یو شیعه وګړی، تېمور رضا پر فېس‌بوک د داسې معلوماتو د خپرولو په جرم چې محکمې اسلام ته له سپکاوي ډک بللي، په مرګ محکوم کړ.

د پنجاب ایالت د دې محکمې مشر قاضي شبیر احمد پر دېرش کلن تیمور رضا د مرګ حکم پرون شنبه اعلان کړ.

محکمې حکم وکړ چې رضا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سني مسلمانانو مذهبي مشرانو او د اسلام د پیغمبر مېرمنو ته له سپکاوي ډک معلومات پر فېس‌بوک خپاره کړي وو.

په پاکستان کې قوانینو پر هغو کسانو چې خدای، اسلام او مذهبي شخصیتونو ته سپکاوی کوي، د مرګ د حکم اجازه ورکړې ده.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي چې پاکستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې لږ تر لږه لس تنه مسلمانان او پنځه غیر مسلمان وګړي اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي دي.

د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر نړیوالې ادارې اندېښنه لري چې په پاکستان له نافذو قوانینو د شخصي شخړو او دښمنیو لپاره سوء استفاده کېږي.