حمید: د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې ګڼ بهرني وسله وال وژل شوي

د کندز امنیه قوماندان وایي، د امام صاحب ولسوالۍ د عملیاتو په ترڅ کې څو تنه تاجکستاني، پاکستاني، ازبکستاني او چیچني وسله وال وژل شوي دي.

عبدالحمید حمید له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه کسان تېره شپه وژل شوي دي:

"۹تنه وزیرستاني تروریستان د توپچي په ډزو ووژل شول، د ازبکستان په جند الله پوري اړوند کسان او هم تاجکستاني او چیچنیان وژل شوي دي."

ښاغلي حمید د وژل شویو شمېر یاد نه کړ.

د ازادي راډیو د خبر مرکزې څانګې د راپور له مخې د کندز امنیه قوماندان ویلي چې د امام صاحب ولسوالۍ تر یوې اوونۍ عملیاتو وروسته له طالبانو تصفیه شوه.

خو د ازادي راډیو خبریال له سیمي څخه خبر ورکوي چې یوازي دې ولسوالۍ د بخمل کوچه، اقي بای او نو اباد سیمي تصفیه شوي دي.

دواړه افغان او امریکایي چارواکي وایي د پېښي په اړه پلټنې کوي.