واشنګټن ټایمز: هغه څه چې افغان پوځ ورته اړتیا لري

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، هغه څه چې افغان پوځ اړتیا ورته لري یو ځواکمن هوايي قوت دی.

ورځپاڼه لیکي، هغه مهال چې په کابل کې یوه زوروره بمي چاودنه وشوه افغان پوځ ته پاملرنه یوځل بیا زیاته شوه.

واشنګټن ټایمز لیکي، د پسرلي له پیلېدو سره سم چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو له خوا د منصوري په نوم عملیاتو هم زور واخیست په پلازمېنه کې چاودنې یو شمېر پوښتنې رامنځ ته کړي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایان د افغانستان د ملي اردو د هڅو په اړه شک لري او پوښتنه کوي چې ولې یو ځواک چې امریکایانو روزلی له هغې کوچنۍ ډلې څخه چې یوولس کاله مخکې یې د امریکا په پوځي عملیاتو کې ماتې وخوړه پر سیمو خپله ولکه نشي ساتلای.

واشنګټن ټایمز لوژستیکي تدابیر یا په دې برخه کې ستونزې د دې پوښتنې ځواب بولي او لیکي چې امریکا په افغانستان کې د یوه ځواکمن پوځ د جوړولو په چاره کې پاتې راغلې.

ورځپاڼه لیکي، سمه ده چې افغان پوځ پر فساد او خپلوۍ پالنې سربیره د مشرتابه له ژورې ستونزې سره هم لاس ګرېوان دی، خو د مطلب لیکوال زیاتوي چې طالبان هم دې ته ورته ګن شمېر نیمګړتیاوې لري او په ډېرو سیمو کې داعش ډلې د دوی لپاره ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

واشنګټن ټایمز د مطلب په دوام هغه پخوانۍ غوره وینا یادوی چې وايي، اماتور پوځیان د جګړې د تکتیکونو او مسلکي پوځيان د لوژستیکي اړتیاوو په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼه لیکي افغان ځواکونو ته اکثرا اکمالات له ښارونو څخه تنظیمېږي په داسې حال کې چې د افغانستان ډیری لویې لارې ویجاړې دي او په ځینو سیمو کې حتی سړکونه لا نشته، نو ځکه هوايي لاره د اکمالاتو یوازینۍ لاره ده خو امریکا په افغانستان کې د یوه پیاوړي هوايي ځواک په جوړولو کې پاتې راغلې.

ډیپلوماټ:

ډیپلومات خپرونې د کابل د پروسې په غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه، طالبانو ته د ولسمشر اشرف غني خبرداري ته اشاره کوي او لیکي چې افغان ولسمشر له ترورېزم او تشدد څخه د خلاص افغانستان په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، دی له طالبانو سره مستقیمې خبرې غواړي خو دا فرصت به د تل لپاره نه وي.

خپرونه لیکي چې ښاغلي غني د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي او د هغو د مالي سرچینو د وچولو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

افغان چارواکو تور لګولی چې په کابل کې وروستی تروریستي برید حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو په مرسته کړی.

ولسمشر اشرف غني د کابل په غونډه کې وویل په دې حمله کې څه باندې یونیم سل کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

خو پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي او وايي چې پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.