ولسمشر غني وايي د شانګهاي د غړو هېوادونو له کړنلارې ملاتړ کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د شانګهاي د غړو هېوادونو د کړنلارې ملاتړ کوي.

ښاغلي غني پرون جمعه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهاي د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې وویل چې داسې هر اړخیزه کړنلاره به د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د سیمې منابع زیات کړي.

د روسیې خبري اژانس "انترفاکس" د ولسمشر غني په حواله لیکلي:

"موږ پوهېږو چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیت ډير زیات محدودېدلائ شي او موږ یې پرضد د چټک عمل له کړنلارې ملاتړکوو."

ښاغلي غني د ترورېزم پرضد د شانګهاي د غړو د کړنلارې د ملاتړترڅنګ، د سیمې په کچه د دوامدارو او سیسټماتیکو مذاکروپر اړتیا ټینګار کړی څو د تروریستي ډلو مالي سرچینې او د هغوی د فعالیت میکانیزم پېدا کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ټینګار کړی چې افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم ټکی دی.

هغه د افغانانو ترمنځ د سولې پر مذاکرو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د شانګهاي سازمان په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتولائ شي.

پوتین وړاندیز وکړ چې د شانګهاي د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډله چې په ۲۰۰۹میلادي کال کې يې کار ځنډول شوی و، بیا فعاله شي.