نی غور کې د ازادي راډيو د خبریال سره ناوړه چلند غندلی

په افغانستان کې د ژورنالیستانو د ملاتړ یو شمېر خپلواکو ادارو په غور کې د ازادي راډیو د خبریال توقیف او له هغه سره ناوړه چلند غندلی دی.

په غورکې د ازادي راډیو خبریال د جمعې په شپه د ملي امنیت ریاست یوشمېر مامورینو په غیر قانوني ډول نیولی، وهلی او څو ساعته يې په توقیف کې ساتلی و.

د افغانستان د ازادو خبریالانو خپلواکې ادارې په غور کې له خبریالانو سره د ملي امنیت ادارې له ناوړه چلنده اندېښنه څرګنده کړې او د وروستۍ پېښې پرڅېړنه یې هم ټینګار کړی دی.

د ازادي راډیو خبریال عبدالقدیر غفوري وايي چې توقیف یې له کار سره ارتباط لري، وهل شوی او سپکاوی ورته شوی دی.

خو د ملي امنیت ریاست د ارتباط د برخې یوه چارواکي د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ادارې ته ویلي چې دا خبریال د امنیتي ځواکونو خبرداري ته له پاملرنې او د تلاشۍ په سیمه کې له اجازې پرته د تېرېدو پر وخت نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست مسئولانو له دې خبریال سره د ناوړه چلند او د هغه د وهلو ادعاوې هم رد کړې دي.

په افغانستان کې د ازادو مطبوعاتو د ملاتړ ادارې "نی" هم د خبریال عبدالقدیر غفوري د نیول کېدو او له هغه سره د ناوړه چلند له امله خواشیني څرګنده کړې ده.