الکوزی: وروستي اعتراضونه د ورځې دوه میليونه ډالره زيان اړوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاقونه وايي، په کابل کې د وروستيو اعتراضونو له کبله خصوصي سکټور ته د ورځې دوه میليونه ډالره زيان اوړي.

د دغو خونو مرستيال خان جان الکوزي دا خبره له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وکړه.

د غبرګولي يا جوزا پر ١٠مه د کابل زنبق څلور لاري ته څېرمه چاودنه وشوه چې د افغان حکومت په وينا تر ١٥٠ ډېرکسان يې په نتيجه کې ووژل شول.

ترچاودنې وروسته مظاهره هم وشوه، چې په تاوتريخوالي واوښته.

ښاغلى الکوزى وايي، يوازې هغې چاودنې تر ٣٠ میليونو ډالرو زيات مالي زيان اړولى دى.

ترهغې حملې وروسته په کابل کې اعتراضونه او تحصن روان دى چې برخه‎والو يې د کابل ځينې لارې تړلې دي. دوى د حکومت د امنيتي ادارو د مسؤلانو استعفى غواړي.