دفاع وزارت: تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٤ دولت ضد وسله‎وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ٤٤ دولت ضد وسله‎وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه وسله‎وال په کونړ، کاپيسا، پکتيا، لوګر، خوست، غزني، کندهار، زابل او نورو ولايتونو کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د عامه چارو عمومي مدير ډګروال محمد اسحاق پيمان ازادي راډيو ته وويل:

"د اتلسو پلان شويو عملياتو په نتيجه کې ٤٤ تروريستان په دغو ولايتونو کې وژل شوي، له دې جملې د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د قوماندان امان‎الله په نوم د دوى مشر هم په وژل شويو کې شامل دى. "

دفاع وزارت وايي، د ملي اردو په دغو عملياتو کې ٢١ نور تروريستان ټپيان شوي هم دي.