کابل ګارنیزیون: وروستي مظاهره کې د تشدد عاملان دې وپېژندل شي

د کابل د ګارنیزیون عمومي قوماندان وايي چې په پلازمېنه کې د جمعې ورځې په مظاهرو کې د تشدد عاملان باید وپېژندل شي او سزا ورکړل شي.

ګل نبي احمدزي ازادي راډیوته وویل، په راتلونکي کې د دې ډول پېښود مخنیوي لپاره باید اقدام وشي:

"په دې پېښه کې له بده مرغه یو شمېرکسان شهیدان شول. زه په خپله دا غواړم چې حقیقت باید څرګند شي او هغو کسانو ته چې دا پېښه یې رامنځته کړه باید جزا ورکړل شي. "

د تیرې جمعې په ورځ سلګونه کسانو په کابل کې د وروستۍ بمي حملې د غندلو لپاره د کابل په واټونو کې مظاهرې وکړې خو په دې ترڅ کې وروسته له هغه تشدد پېښ شو چې د چارواکو په وینا یو شمېر فرصت غوښتونکي پر مظاهره چیانو ورګډ شول.

افغان چارواکي وايي چې په دې ترڅ کې شپږکسان مړه او د څو پولیسو افسرانو په ګډون لسګونه نور ټپیان شول.