چارواکي: لوګر کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي

د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت مرکز کې د وروستیو تصفیوي عملیاتو په پایله کې د دولت پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د امنیه قوماندان د رسنیو دفتر د لوی پاسوال عصمت الله علیزي په حواله ویلي چې دا عملیات پرون پیل شوي او څو ورځې به دوام وکړي.

د لوګر امنيه قومانداني ویلي چې د دې تصفیوي عملیاتو په لړ کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسو ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.