چارواکي: کندهار او کندز کې ۱۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي

افغان پوځي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار او شمال ختیځ زون کې د دولت ۱۲ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د ۲۰۵ قول اردو په اعلامیه کې راغلي دي چې دا عملیات د کندهار په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې شوي چې افغان هوايي ځواک هم په‌کې برخه درلوده.

اعلامیه وايي، د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو په پلې او هوايي بریدونو کې د دولت نهه وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.