ولسمشر غني له خپل چینايي سیال سره وکتل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د قزاقستان په مرکز استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې تر پیلېدو مخکې له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره وکتل.

که څه هم د دې کتنې پوره جزئیات لا څرګند نه‌دي خو افغان مقامات وايي، ښاغلي غني او چینايي ولسمشر په دې سرمشریزه او د کابل پروسې په کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ همکاري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګټوره وبلله.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان تمه لري چې د سیمې هېوادونه او د شانګهاي غړي د ترورېزم ګواښ پراختیا درک کړي او له یو بل سره په همکارۍ او اجماع د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي."

افغان ولسمشر د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره پرون استانې ته ورسېد.

افغانستان د شانګهاي د همکارۍ په سازمان کې د څارونکي په توګه شامل دی.