د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین‌زر زون قوماندانۍ چارواکي د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۷ تنو وسله‌والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین‌زر زون قوماندانۍ ویاند محفوظ‌الله اکبري نن پنجشنبه رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۸ تنه‌یې هم ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا چې دم‌ګړۍ افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او تر اوسه پورې د بخمل کوچه، نو اباد او اقي بای سیمې له وسله‌والو مخالفینو څخه پاکې شوې دي.

نوموړي د دولتي ځواکونو همدارنګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

د یادونې وړ ده چې دا پنځمه ورځ ده په نوموړې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو تر منځ جګړه روانه ده او د دغې جکړې له کبله د امام صاحب ولسوالۍ بازار هم تړل شوی دی.

تر اوسه پورې وسله‌والو مخالفینو هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي.