میانمار کې د مسافر وړونکې الوتکې یوه لویه ټوټه موندل شوې

د میانمار یا پخوانۍ برما چارواکي وایي چې د هغې مسافر وړونکې الوتکې یوه لویه ټوټه‌یې موندلې چې له ۱۲۲ سپرلیو سره پرون د اندمان د بحیرې د پاسه راولوېده.

په دغې ټوټه کې دننه څو جسدونه هم وو.

د دې هېواد د پوځ مشر وویل چې د غورځېدلې الوتکې دغه لویه ټوټه د میانمار په جنوبي سواحلو کې موندل شوې ده.

دغه الوتکه پرون غرمه مهال یانګون ته په لاره وه چې د رادار له صفحې ورکه شوه.

د پوځ د مشر په وینا د دغې الوتکې له نیمایي زیاته سپرلۍ پوځیان یا د هغوی د کورنۍ غړي و.

په دوی کې ۱۵ یې ماشومان، ۳۵ پوځیان او ۱۴ هم د الوتکې عمله و.