یفتلي: د اعتراض کوونکو ستونزه به د خبرو له لارې هواره شي

د افغانستان لوی درستیز هیله ښکاره کړه چې په کابل کې به د اعتراض کوونکو او حکومت تر منځ د خبرو له لارې ستونزه هواره شي.

ډګر جنرال محمد شریف یفتلي پرون په کابل کې خبري غونډې ته وویل، که دا ستونزه په سوله‎ییز ډول حل نه‎شوه بیا به امنیتي ځواکونه لاس په کار شي.

ښاغلی یفتلي زیاتوي:

"ښاغلي ولسمشر او د ملي شورا غړو پر دې مسئلې خبرې کړې دي تر څو د تفاهم له لارې دا موضوع هواره شي، که داسې نه‎شي د افغانستان د قانون له مخې به د هر راز زور زیاتي پر ضد اقدام وشي."

د ملي شورا غړو پرون په ارګ کې پر دې مسئلې له ولسمشر اشرف غني سره خبرې وکړې او تر هغه مخکې د ولسي جرګې په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د دې جرګې یو پلاوی به د اعتراض کوونکو او حکومت تر منځ منځګړیتوب وکړي.

د کابل په ښار کې یو شمېر کسانو د اعتراض په ډول خیمې وهلې دي او د ولسمشر او اجرائیه رئیس د استعفا غوښتنه کوي، دوی وایي چې چارواکي د امنیت په ټینګېدو کې پاتې راغلي دي.