ټرمپ "کریسټوفر. اې. ورای" د "FBI" د نوي رئیس په توګه ټاکلی

د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې "اېف. بي. ای" پخوانی مشر جېمز کومي وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغه د وفادارۍ غوښتنه کړې وه او ورڅخه غوښتي یې و چې د هغه د ملي امنیت له لومړني ټاکل شوي سلاکار مایکل فلېن څخه تحقیقات لغوه کړي.

کومي دغه څرګندونې پرون په کتبي ډول د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې ته وړاندې کړې دي.

نوموړی ولسمشر ټرمپ د مې په نهمه له دندې لیرې کړ.

ډونالد ټرمپ د دغه هېواد د عدلیې وزارت یو پخوانی چارواکی کریسټوفر. اې. ورای «Christopher wray» د "اېف. بي. ای" د نوي رئیس په توګه ټاکلی دی.

هغه په ټویټر کې لیکلي دي چې کریسټوفر اې ورای د دغې دندې لپاره یو مناسب او د اعتبار وړ کس دی.

کریسټوفر ورای له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کلونو پورې د امریکا لوی څارنوال و.

د امریکا مشرانو جرګه باید د هغه ټاکنه تائید کړي.