و لسمشر غني له غیر مسؤله وسله والو د وسلو را ټولولو امر کړی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي ارګانونه موظف کړي چې له غیر مسؤله وسله والو کسانو د وسلو د راټولولو لپاره پلان جوړ او عملي کړي.

دا خبره ارګ ماڼۍ نن په یوه اعلامیه کې وکړه.

د اعلامیې له مخې ولسمشر غني نن ورځ د لوړپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې د پلازمینې کابل،ډيپلوماټیکو سیمو او نورو ولایتونو د امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو په چټکۍ ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر په داسې حال کې له غیر مسؤله وسله والو د وسلو په راټولولو ټینګار کړی دی چې د چارواکو په خبره په کابل کې په وروستۍ مظاهره کې له یو شمېر غیر مسؤله کسانو سره وسلې لیدل شوي دي.

په دې مظاهره کې چې د جمعې په ورځ وشوه مظاهره چیان له امنیتي ځواکونو سره په شخړه واوښتل او د لانجو په نتیجه کې څلور تنه ووژل شول او د پولیسو په شمول ۲۳ تنه نور ټپیان شول.

د مظاهره چیانو مرګ ژوبلې د خلکو تْند غبرګونونه پارولي خو حکومت ویلي په دې اړه به د څېړنو پایلې ژر له خلکو سره شریکې شي.