چارواکي: ارزګان کې ۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وایې چې تېره ورځ د افغان ګډو او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې د لومړي کنډک قوماندان ملک زین‎الله ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال‎یې د یو شمېر سیمو د نیولو تر څنګ د وسله‎والو طالبانو یو رېنجر موټر او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان هوايي ځواکونو په مرسته له‎منځ وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره، په دغه دولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف، د خالد په نوم پوځي عملیات پيل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.