ټرمپ به د ترهګرۍ په برخه کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي؟

د امریکا د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز ويلي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې لپاره لا هم امن پټنځای دی.

دغه مرکز دغه راز د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي، څو دغه مرکزونه له‎منځه یوسي او که له دغه کاره ډډه کوي، باید سخت بندیزونه پرې ولګوي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم وایي چې نړیوال باید د ترهګرو مرکزونه که په هر ځای کې وي، له‎منځه یوسي.

ایا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به په دې برخه کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي؟ دا پوښتنه نوریاس نوري د سیاسي چارو له څېړونکي حاجي سید داود څخه د مرکې په پیل کې کړې ده، هغه په ځواب کې وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

له حاجي سید داود سره مرکه