ولسي جرګه: کابل کې د معترضینو خېمو خلکو ته ستونزې جوړې کړي

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې په کابل ښار کې د معترضینو د تحصن خېمو کابل ښاریانو ته بېلابېلې ستونزې جوړې کړې دي.

د دغې جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو انتقاد کاوه چې اعتراض کوونکو د ښار پر مهمو سړکونو خېمې درولي چې ښاریان نه‎شي کولای تګ راتګ پرې وکړي چې دغه کار پر سوداګرۍ، کاروبار او د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهيمي د حکومت او اعتراض کوونکو تر منځ د را ولاړې شوې ستونزې د حل لپاره باید له هر ولایت څخه یوـ یو کس وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په زنبق څلور لاري کې په یوه موټر بم چاودنه کې شااوخوا۹۰ تنه ووژل شول او له ۴۵۰ زیات ټپیان شول.

له هغې وروسته د جمعې په ورځ یو شمېر کسانو د دغې پېښې په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي واوښته چې په‎کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

وروسته مظاهره‎چیانو د شېر پور په څلور لاري کې د تحسن خېمې ووهلې چې لا هم دوام لري.

دوی د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله او د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د استعفا غوښتنه کوي.