دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹ طالبان وژل شوي يا هم ټپيان دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نېږدې ۵۰ تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه وسله‌وال د ٢٠٩ شاهين قول اردو د پوځي عملياتو په لړ کې په کندز او فارياب ولايتونو کې وژل شوي يا هم ټپيان شوي دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ستراتيژيکو ارتباطاتو او عامه چارو امر ډګرمن عبدالقهار ارام نن سهار ازادي راډيو ته وويل:

"په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹ ترورېست طالبان وژل شوي يا هم ټپيان دي، ٧ کړۍ ماينونه هم کشف او خنثى شوي او څو ميله وسلې هم ترلاسه شوې دي."

دفاع وزارت وايي، د دغو عملياتو په لړ کې په بغلان کې هم يوه اندازه مهمات نيول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.