کونړ کې د کابل پروسې په ملاتړ غونډه وشوه

د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د کابل پروسې په ملاتړ غونډه وشوه.

د دغه ولایت مرستیال والي محمد نبي احمدي ازادي راډیو ته وویل چې په دغې غونډه کې ولسي خلکو او دیني علماو ګډون کړی وو او هیله‌یې څرګنده کړه چې د کابل پروسې ناسته به د سولې په راوستلو کې ګټوره تمامه شي.

د دوی په خبره که څه هم هڅه وشوه چې دغه پروسه ناکامه شي خو د افغان حکومت په هلو ځلو سره دغه پروسه کامیابه شوه.