چارواکي: ارزګان کې له مقاومت پرته طالبانو ته ۴ پوستې خوشې شوي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي اردو سرتېرو پرته له کوم مقاومته ۴ پوستې وسله‎والو طالبانو ته خوشې کړې دي.

د دغه ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالصمد نن چهارشنبه ازادي راډيو وویل چې دغه پوستې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د دغې ولسوالۍ د قلعه خور په سیمه کې پرته له کوم مقامت وسله‎والو طالبانو ته خوشې کړي او په خبره‌یې چې په یادو پوستو کې یې یو شمېر مهمات هم وسله‎والو طالبانو ته پرېښي وه چې بېرته دوی خپل پر مټ د هغوی له منګولو څخه ایستلي.

نوموړي له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې دغه کسان باید د قانون منګولو ته وسپاري او جزا ورکول شي.

په ورته وخت کې بیا په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا مسؤلین دا خبرې په کلکه ردوي.