ټرمپ: د منځني ختیځ له رهبرانو سره په لیدنه کې له قطره راته شکایت شوی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، کله چې یې منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغې سخت دریځې ایډیالوژۍ د ملاتړ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه چې ترهګرۍ زېږوي، د منځني ختیځ مشرانو د قطر په اړه شکایت وکړ.

ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر ویلي، منځني ختیځ ته د خپل وروستي سفر پر مهال‌یې د سیمې مشرانو ته وویل چې له دې وروسته به د افراطي ایډیالوژۍ ملاتړ نه‎کېږي.

ولسمشر ټرمپ پر ټویټرپاڼه په لیکلو څرګندونو کې زیاته کړې چې د منځني ختیځ مشرانو ټینګار وکړ چې د افراطیت د ملاتړ په اړه سخت دریځ خپلوي خو د ټولو اشاره د قطر خوا ته وه.

ولسمشر ټرمپ لیکلي، ښايي دا د ترهګرۍ د وحشت د ختمېدو پیل وي.

نوموړي همدارنګه تېره میاشت سعودي عربستان ته خپل سفر ګټور بللی دی.

دا له هغې راوروسته چې ښاغلی ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، سعودي عربستان او څو نورو هېوادونو ته‌یې لومړنی بهرنی سفر و.

خو قطر د سخت دریځۍ څخه د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، مصر، مالدیف او د لیبیا په ختیځ کې مېشت حکومت د جون پر پنځمه نېټه له قطر سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون په دوحه کې د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې د دې هېوادونو د اړیکو د قطع کېدو په اړه وویل:

"له دې پرېکړې سره به په قطر کې ورځنی ژوند متأثر نه‎شي. نه به هغه پروژې اغېزمنې شي چې همدا اوس پرې په هېواد کې کار روان دی او نه به راتلونکې پروژې اغېزمنې شي."

الثاني زیاته کړه چې هېواد یې د یو پرانیستي او صادقانه ډیالوګ او خبرو اترو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړه چې قطر به غچ اخیستونکی اقدام ونه‎کړي.

اخو د امریکا دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې د قطر په اړه‌یې په دریځ کې هېڅ ډول بدلون نه‎دی راغلی.

پنټاګون همدارنګه پر ټویټر ټولنیزه پاڼه پر دې موضوع د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه له تبصرې ډډه کړې.

د پنټاګون ویاند جیف ډیویس وویل، د یو شمېر هېوادونو له‎خوا له قطر سره د هر ډول اړیکو پرې کولو اقدام په قطر کې د دوی پر فعالیتونو او د دې هېواد په شااوخوا کې هوايي فضا د کارولو د اجازې په برخه کې کوم اغېز نه‎دی کړی او د داسې یو څه تمه هم نه‎لري.

دا مهال په قطر کې لس زره امریکايي سرتېري مېشت دي او په دې هېواد کې امریکا یوه لویه پوځي اډه لري.

په عین حال کې د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړه د قطر له امیر سره په خلیج کې د راپورته شوي دې کړکېچ د سوله‎ییز هواري پر لارو غږېدلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د اجمل اند راپور