اوسېدونکي: ارزګان کې د نړیوالو ځواکونو په حمله کې ۵ ملکیان ټپيان شوي

د ارزګان ولایت اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ۵ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د ټپي شویو کسانو خپلوانو نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار ۱۰ بجی بهرنیو ځواکونو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ګرم اب سیمه کې د ملکي کسانو پر سراچه ډوله موټر چې د ترینکوټ ښار ته پر لار و هوايي حمله وکړه چې پر مهال‌یې ۵ ملکي کسان ټپيان شوي چې دوه ښځې او درې ماشومان دي.

دوی له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د ملکي کسانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او عاملین دې د قانون منګلو ته وسپاري.

له دې سره د ارزګان د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر امین‌الله توخي هم دا مني او وايي چې د ټپيانو روغتیايي حالت اوس ښه دی او تر درملنې لاندې دي.

هڅه مو وکړه چې په دي اړه له بهرنیو ځواکو سره اړیکه ونیسو خو له پوره هڅو سره سره بیا هم بریالي نه‌شوو.

بل‌خوا بیا د دغه ولایت چارواکي په دې اړه ناخبري ښیي او وايي چې دوی په دې اړه پلټنې کوي.