ولسمشر غني د کابل پروسې غونډه کې: د سولې د راوستلو ظرفیت لرو

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، موږ د دې لپاره راټول شوي یو چې معلومه کړو د سولې مینه‌وال یو، د سولې د راوستلو ظرفیت لرو او د سولې په اړه رښتیني یو.

ښاغلي غني د "کابل پروسې" په نوم غونډه کې نن وویل چې په سیمه کې روان ناوړه امنیتي وضعیت او ترورېستي خوځښتونه نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او حتی د نړۍ په زیان دي.

ده وویل، په نننۍ ناسته کې به په داسې لارو چارو خبرې او تصامیم ونیول شي چې په‌کې د جنګ او ترورېزم مخنیوی یقیني کړي.

ده همداراز وویل، که وسله‌وال طالبان معقول وړاندیز ولري، کولای شي په یوه هېواد کې سیاسي دفتر پرانیزي.

د ښاغلي اشرف غني له وینا وروسته، د کابل پروسې ناسته په ګروپونو ووېشل شوه او دغه ګروپي بحثونه به دوام وکړي.

د کابل پروسې په غونډه کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو او سازمانونو استازو برخه اخیستی ده.

  • پخواني معلومات

تمه ده د "کابل پروسې" نړیواله غونډه نن په کابل کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني پرون دوشنبه وویل د "کابل پروسې" په غونډه کې د څه باندې شلو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران یا خاص استازي او د نړیوالو سازمانونو غړي برخه اخلي.

ښاغلی مستغني زیاتوي:

"د دغې غونډې د ترسره کولو هدف له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یوې واحدې سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته رسېدل او په افغانستان کې د سولې او ثبات دایمي ټینګښت ته واضح هوډ دی."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د "کابل پروسې" د نړیوالې غونډې اصلي کوربه او ویناوال دي.

د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې، پاکستان، هند او ایران په شمول د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي دې غونډې ته بلل شوې دي.

په پلازمېنه کابل کې د دې غونډې لپاره خاص امنیتي تدابیر نیول شوي او په همدې مناسبت یوازې په کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.