کوټه کې ځوانانو په افغانستان کې د تروريستي حملو پر ضد مظاهره وکړه

د دوشنبې په مازديګر د کوټې د پريس کلب مخې ته د مترقي ځوانانو د اتحاديې غړي ځوانان او پېغلې راغونډ شوي وو چې په خوست او کابل کې د ترهګرۍ د وروستيو بريدونو غندنه يې وکړه او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

دوى په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخيستې وې چې ورباندې د ترهګرۍ ضد نارې ليکل شوې او په لوړ غږ يې شعارونه هم تکرارول.

په مظاهره کې شريکو ځوانانو او پېغلو په‎خپلو ويناوو کې تور پورې کړ چې د پاکستان استخباراتي ادارې نه غواړي چې په بلوچستان، خيبرپښتونخوا او افغانستان کې ترهګري پاى ته ورسېږي، دوى وويل چې ولسونه په‎خپله بايد لاسونه سره ورکړي او د ترهګرۍ په ضد ګامونه پورته کړي.

په مظاهره کې شريک يوه ځوان رزاق غورځنګ په افغانستان کې وروستۍ حملې په کلکه وغندلې او ویې ویل:

"په خوست او کابل کې چې د افراطيت او ترهګرۍ د خونړيو پېښو په نتيجه کې کوم ولسي زيان وشو، مظلوم او محکوم انسانان په‎کې و وژل شول، له هغوى سره خواخوږي کوو او په دې غم کې کلک ورسره ولاړ يو، موږ د دغو تروريستي بريدونو په کلکه غندنه کوو او پر دوى غږ کوو چې د دې بلا د له منځه وړلو لپاره مشترکه مبارزه وکړو چې له دې ناورينه ځانونه خلاص کړو."

د پاکستان په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې له اوږدې مودې راهيسې په مسجدونو کې د هغو وسله‎والو لپاره چندې را ټولېږي چې په افغانستان کې جنګېږي.

څو ورځې وړاندې د ږوب د جامع جومات د امام مولوي الله داد له خوا يوه خبرپاڼه خپره شوې وه چې په‎کې يې د مسجدونو له امامانو او عامو خلکو له افغان طالبانو سره د مالي مرستې غوښتنه کړې وه.

په دې مظاهره کې شريکو ځوانانو د دغو چندو غندنه هم وکړه او تور يې پورې کړ چې د پاکستان ادارې د دغو چندو ملاتړ کوي.

مظاهرې ته يوه ځوان عبدالولي ولسپال په دې اړه وويل:

"په بلوچستان کې دننه د ترهګرو لپاره زموږ په سيمو کې په قاعده چندې ټولېږي او دا د دولت تر سترګو لاندې کېږي دولت ورباندې پټه خوله دى، بلکې موږ دا ويلاى شو چې کوم اصل ترهګر دي هغه د دولت تر سترګو لاندې هرڅه په ښکاره کوي، دولت هغوى ته تحفظ هم ورکوي، اخلاقي ملاتړ يې هم کوي او په رسنيو کې يې هم ملاتړ کوي. "

د يادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې په پېښور کې هم د مدني ټولنې او د ټولنيزو فعالانو له خوا په کابل کې د وروستيو تررويستي بريدونو په ضد احتجاجي مظاهره شوې وه چې په‎کې له پاکستانه غوښتنه شوې وه چې د حقاني ډلې له ملاتړه دي لاس واخلي او خپله بهرنۍ تګلاره دي بدله کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل