د "کابل پروسې" نړیواله غونډه نن کابل کې جوړېږي

تمه ده د "کابل پروسې" نړیواله غونډه نن په کابل کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني پرون دوشنبه وویل د "کابل پروسې" په غونډه کې د څه باندې شلو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران یا خاص استازي او د نړیوالو سازمانونو غړي برخه اخلي.

ښاغلی مستغني زیاتوي:

"د دغې غونډې د ترسره کولو هدف له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یوې واحدې سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته رسېدل او په افغانستان کې د سولې او ثبات دایمي ټینګښت ته واضح هوډ دی."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د "کابل پروسې" د نړیوالې غونډې اصلي کوربه او ویناوال دي.

د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې، پاکستان، هند او ایران په شمول د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي دې غونډې ته بلل شوې دي.

په پلازمېنه کابل کې د دې غونډې لپاره خاص امنیتي تدابیر نیول شوي او په همدې مناسبت یوازې په کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.