جمعیت اسلامي ګوند د ملي امنیت د سلاکار د ګوښه کېدو غوښتونکی شو

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح‎الدین رباني چې د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست هم دی، د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امنیتي ارګانونه د ښاریانو د امنیت د خوندیتوب وړتیا او اراده نه‌لري. نوموړي چې کابل کې د وروستیو پېښو په تړاو خبرې کولې وویل چې یو شمېر حملې د امنیتي مسؤلینو د تفاهم او همغږۍ پرته ممکنې نه‌دي. ښاغلی رباني وايي چې د جمعیت له غړو سره تر بحث او مشورو وروسته دوی د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د امنیتي ارګانونو د مشرتابه د ګوښه کولو غوښتونکي دي. ویډیو او ایډیټ: ولی سباوون