افغان حکومت د کابل کنفرانس لپاره د امنیت ډاډ ورکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هېواد امنیتي ارګانونو د کابل د سې شنبې د ورځې د کنفرانس د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې د کابل په کنفرانس کې به ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ویناوې وکړي.

د ولسمشر غني یوه ویاند دواخان مینه‎پال نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د کابل د غونډې لپاره لازمه تیاري نیول شوې ده.

د ښاغلي مینه‎پال په وینا، په دې کنفرانس کې د ۲۴ هېوادونو او موسسو استازي ګډون کوي.