خامنه‌اي: منځني ختيځ کې د لوېديځوالو پالېسي د دوی په زیان تمامه شوې

د ايران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‌اي ويلي چې په اروپا او نورو لوېديځو هېوادونو کې د داعش حملې ښيي چې په منځني ختيځ کې د لوېديځو هېوادونو پالېسۍ د دوی په خپل زيان تمامې شوې دي.

خامنه‌اي وويل:

"نن داعش ډله په عراق او سوريه کې له خپل مرکزه دباندې شوي او د افغانستان، پاکستان او حتی فیلیپین او اروپايي هېوادونو ته‌يې مخه کړې ده."

د ايران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه اي

خامنه‌اي دا خبرې د يکشنبې په ورځ په تهران کې د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د ايران د انقلاب د مشر ايت‎الله روح‎الله خُميني د مړينې په کلیزه کې وکړې.

خُميني په ۱۹۸۹میلادي کال کې مړ شوی وو.

خامنه‌اي زياته کړه، دا هغه اور دی چې لوېديځ هېوادونو په‎ خپله بل کړی او اوس د دې اور مخ دوی ته وراوښتی دی.

خامنه‌اي په مې مياشت کې سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سفر پر مهال د میليارد ډالرو موافقو ته په اشاره وويل چې د ايران سیمه‌ییز سيال سعودي عربستان د امریکا د ملګرتيا لپاره لوړه بیه پرې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د سعودي حکومت د دې لپاره چې د امريکا له نوي ولسمشر سره جوړ جاړی وکړي، اړ شوی چې د خپلو مالي منابعو تر نيمايي زياته برخه د امریکا له اهدافو سره سم د امريکا په خوښه مصرف کړي. د امريکا ولسمشر د يوه قبيلوي او وروسته پاتې نظام له مشرانو سره توره په لاس ناڅي، خو د ايران د ازادو انتخاباتو پر ۴۰ میليونه رأيو انتقاد کوي."

ده په خپله وینا کې د اصلاح غوښتونکي دريځ پر وړاندې خبرې وکړې چې د ايران ولسمشر حسن روحاني تېره مياشت د بیا ولسمشر ټاکل کېدو په هيله غوره کړی دی.

روحاني د کمپاين پر مهال خپل محافظه‌کاره مخالفين سخت دريځي بللي او ويلي يې دي چې ايرانيانو ته به ډېره ازادي تضمين کړي او له لوېديځ سره به مذاکرې زیاتې کړي.

خو خامنه‌اي دغو خبرو ته په اشاره وويل:

"انقلابي چلند ته د سخت دريځۍ نوم مه‌ورکوئ. نن ایران انقلابيتوب ته اړتيا لري."

ده زياته کړه، منطق دا دی، کله چې يو څوک يو ځل ځان ازاد کړي، بیا دې ځان د امریکا د قدرت او غرور تر تسلط لاندې نه‌کوي.