د کابل پروسې کنفرانس به سبا سې شنبه دایر شي

ټاکل شوې ده چې د کابل پروسې کنفرانس سبا سې شنبه دایر شي.

د ولسمشر غني یوه ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل، د کابل د غونډې لپاره لازمه تیاري نیول شوې ده.

د ښاغلي مینه پال په وینا، په دې کنفرانس کې د ۲۵ هېوادونو او موسسو استازي ګډون کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني دوه اوونۍ وړاندې په ارګ کې له یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره په کتنه کې د کابل پروسې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې وې.