ننګرهار کې د قیمتي ډبرو د قاچاق کېدو مخه نیول شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ننګرهار ولایت پولیسو له هېواده بهر ته د قیمتي ډبرو د یوې لویې جوپې د قاچاق کېدو مخه نیولې ده.

دغه وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، تر ۵ زره ۲ سوه کیلو ګرامه زیاتې قیمتي ډبرې په یوه باري موټر کې د تورخم له لارې وړل کېدې، خو پولیسو په روداتو ولسوالۍ کې کشف او ضبط کړې.

په خبرپاڼه کې د دغه قاچاق د نیول کېدو نېټې او د ډبرو نوم ته اشاره نه ده شوې.