په کابل کې د واټونو تړل کېدو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ پېښې او مظاهرو له امله چې لارې او واټونه تړل شوي، افغان سوداګرو ته لسګونه میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

یونس مهمند نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې د سوداګرو او خلکو پر وړاندې په کابل کې لارې تړل شوي او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی له افغان حکومت څخه غواړي، څو دغې مسئلې ته جدي پام وکړي.

ښاغلي مهمند وویل:

"کومو سوداګرو چې په افغانستان کې پانګونه کړې وه، هغوی ته ډېر زیان اووښتې له دولت او هغو خلکو څخه چې د تحصن خیمې یې درولي، غوښتنه مو دا ده څو د عام خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د لارو تړل کېدو ته د پای ټکی کېږدي."

ښاغلی مهمند وايي، که چېرې امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي، د هېواد اقتصادي وضعیت به نور هم خراب شي.