ملي ارمان: د ولسمشر په نصیحتونو سره ستونزې نه هوارېږي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د وروستي سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ټولې پېښې باید په پوره دقت سره وڅېړل شي او پر وړاندې یې جدي تصمیم ونیول شي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، که ولسمشر او اجرائیه رئيس احساسوي چې وضعیت یې له لاسه وتونکی دی او په چارو کې پاتې راغلي، نو په خورا جرأت دې راپورته شي او ملت نه دې په بخښنې سره داسې یوې سیاسي حل لارې ته زمینه برابره کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د ولسمشر په نصیحتونو سره ستونزې نه هوارېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، د حکومت پر وړاندې د بې باوریو لمن د هرې ورځې په تېرېدلو سره پراخېږي.

په سرمقاله کې راغلي، د پام وړ ټکی دا دی چې یو شمېر سیاسي کړۍ ځیني چارواکي په دې تورنوي چې له ترهګرو سره اړیکې لري او ورنه ملاتړ کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که ولسمشر غواړي چې وضعیت تر دې زیات خرابه نه شي د نصیحتونو پر ځای دې په خپلو اجرأتو او پريکړو کې اصلاحات راولي.

خو د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي بیا په اوسنیو شرایطو کې خلک یووالي ته رابللي دي.

سرمقاله لیکونکی په افغانستان کې د وروستیو ناسمو سیاسي او امنیتي جریانونو پړه پر بهرنیو استخباراتو اچوي لیکلي چې ولس باید خپل یووالی وساتي او دا چې دښمن د انزوا په لور روان دی، باید له دغه چانسه ښه او غوره استفاده شي.

افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې د خلکو پر یووالي ټینګار کړی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، موږ سختې شېبې تېروو، وروستیو پېښو وضعیت ترینګلی کړی او د دښمن تبلیغاتي دستګاه یې د لاترینګلي کولو سره مرسته کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د نن جګړه د افغانستان د نظام د سیاسي بقا او د نسبي امن د ساتلو جګړه ده، نو ځکه باید افغانان د سیاسي واقیتونو په رڼا کې له افغان حکومت څخه د خپلو تمو او غوښتنو کچه معلومه کړي.

سرمقاله لیکونکی په وروستي تحلیل کې لیکلي، موږ نه غواړو چې بیا ځلي تېر ته ستانه شو.