افغان حکومت: طالبانو کابل ته یوه ډله وسله‎وال کسان استولي وو

د افغانستان حکومت وايي، وسله‎والو طالبانو کابل ته یوه ډله وسله‎وال کسان استولي وو، څو په کابل کې د سې شنبې ورځې نړیواله غونډه تخریب کړي.

له دې کسانو څخه یو چې ملي امنیت نیولی، د چارواکو په وینا د کابل په وروستۍ مظاهره کې د مشرانو جرګې د مرستیال د وژل شوي زوی د جنازې پر مراسمو ناکام انتحاري برید کاوه.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل، تورن کس چې ۱۲ نور ملګري یې هم نیول شوي، د طالبانو له‎خوا د کابل د پروسې پر نړیواله غونډه د حملې لپاره استول شوي و.

د دغو کسانو هویت تر اوسه نه‌دی په ډاګه شوی.

سالم ایزدیار د جمعې په ورځ په کابل کې د حکومت پر ضد د مظاهرو پر مهال په اخ و ډب کې ووژل شو.

افغان حکومت وايي، د کابل لاریون کوونکو تر اوسه له حکومت سره د خبرو لپاره خپل استازي نه‎دي معرفي کړي.

د راپورونو له مخې د کابل د وزیر اکبر خان مېنې په زنبق څلورلاره کې د اعتراض کوونکو د تحصن کېږدۍ اوس هم ولاړه ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه لاریون کوونکي نه‌دي توانېدلي چې خپل رسمي استازي حکومت ته معرفي کړي او خپلې غوښتنې د کاغذ پر مخ له قانون سره سم افغان حکومت ته ورکړي."

د حکومت پر ضد اعتراضونه وروسته له هغې دوامداره شول چې د چهارشنبې ورځې د خونړۍ حملې په وړاندې په کابل کې مظاهرې په تشدد واوښتې او له اعتراضونو وروسته د تشدد په پېښو کې ګڼ شمېر کسان ووژل شول.