علي خامنه‎اي پر ډونالد ټرمپ سخت انتقاد کړی

د ایران مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎اي د متحده ایالاتو پر ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې کبله سخت انتقاد کړی چې د ایران پر ضد یې له سعودي عربستان سره لاس یو کړی.

ټرمپ په مې میاشت کې ریاض ته د سفر په ترڅ کې پر ایران تور ولګاوه چې په منځني ختیځ کې د فرقوي تشدد اور ته لمن وهي او د ترورېزم ملاتړ کوي او د ایران د نړیوالې انزوا غوښتنه‌یې وکړه.

خامنه‎اي په یوه وینا کې چې د دولتي ټلوېزیون له لارې خپره شوه وویل، د امریکا ولسمشر د قبیلوي او ارتجاعي سیسټم له مشرانو سره په څنګ کې ودرېد او له تورو سره‌یې نڅا وکړه خو پر هغه ایران‌یې انتقاد وکړ چې ۴۰ میلیون وګړو یې په انتخاباتو کې رأیې ورکړې دي.

خامنه‎اي د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د سعودي عربستان او امریکا تر منځ د وسلو د پلورلو معاملې ته د اشارې په ترڅ کې وویل، سعودي عربستان د لسګونه میلیارده ډالرو په ارزښت د بډو په ورکولو په وسیله نه‎شي کولای چې په سیمه کې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

خامنه‎اي د مې په ۲۷مه نېټه سعودي مشران هغه احمق او بې‌ارزښته کسان وبلل چې له امریکا سره‌یې لاس یو کړی دی او زیاته‌یې کړه چې د سعودي مشرانو د پالېسۍ نتیجه به د دوی حتمي زوال وي.