سعودي، بحرین، اماراتو او مصر له قطر سره هر ډول ارتباط قطع کړ

سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر له قطر سره ډیپلوماتیکې اړیکې او د اوبو او هوا له لارې هر ډول ارتباط قطع کړ.

دې هېوادونو قطر تورن کړی چې له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او په ښکاره نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي.

سعودي چارواکو پرون وویل، دا ګام‌يې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره پورته کړی دی.

بحرین وویل چې قطر يې په کورنیو چارو کې مداخله کوي او د دې هېواد اتباعو ته‌يې ۱۴ ورځې وخت ورکړی چې له بحرین نه ووځي.

مصر هم قطر له ترورېستي ډلو څخه په ملاتړ تورن کړی دی.

سعودي او یو شمېر نور عربي هېوادونه قطر ایران ته نېږدې ګڼي او د اخوان‌المسلمین په شان له سخت دریځو ډلو څخه‌يې په ملاتړ تورنوي.

له قطر سره د سعودي او نور عربي هېوادونو اړیکې وروسته له هغې بحراني شوي چې تېره اوونۍ د قطر رسمي وېب‎پاڼې د دې هېواد د امیر په حواله خبر خپور کړ په کوم کې چې هغه ایران یو لوی قوت بللی و او حماس ډله‌يې د فلسطینیانو رښتیني استازي.

قطر وروسته بیا وویل چې د دې هېواد رسمي وېب‎پاڼه هک شوې وه او د امیر په حواله‌يې خپور شوی خبر بې‌اساسه دی.