منګل: د چهارشنبې له پېښې ځينو کړيو ناوړه استفاده وکړه

افغان حکومت ويلي وسلوالو طالبانو د کابل د سې شنبې ورځې نړيوالې غونډې د تخريب لپاره دغه ښار ته وسلوال لېږلي وو.

له تېرې چهارشنبې راهيسې چې په کابل کې خونړۍ چاودنه وشوه، نورې حملې او مظاهرې شوې دي.

افغان حکومت وايي د مظاهرې تنظيموونکو لا هم خپلې غوښتنې مستقماً له حکومت سره نه دي مطرح کړي. دغه اعتراضونه پرون هم روان وو.

صالح محمد صالح په هالنډ کې مېشت د سياسي چارو کارپوه ډاکټر حبيب منګل د مرکې په پيل کې پوښتلى: ايا د مظاهرې تنظيموونکو خپل اصلي هدف ترلاسه کړ؟

Your browser doesn’t support HTML5

له ډاکټر حبيب منګل سره مرکه