روحاني: په هوايي ډګر کې یې د هر ډول قاچاق مخنیوی کړی

په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر مسؤلین وايي، په هوايي ډګر کې یې د هر ډول قاچاق مخنیوی کړی دی.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان سید ګل‎اقا روحاني چې شااوخوا دوه میاشتې کېږي په دنده ګمارل شوی، د دوشنبې په ورځ‌یې له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې په دغې موده کې د مخدره موادو د قاچاق ۱۵ قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

د نوموړي په وینا قاچاق کوونکي هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو پولیس چمتو دي چې د دوی هر ډول کړنې شنډې کړي.