کندهار کې د وژل شوو پولیسو د پېښې لپاره پلاوی ګمارل شوی

د کندهار چارواکي وايي، د هغې پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوی ګمارل شوى چې په کې ويل شوي دوو پوليسو تېره شپه شپږ نور پوليس وژلي دي.

پېښه د کندهار د ۱۵ مې حوزې په حاجي عرب سيمه کې شوې ده.

ويل شوي، په پېښه کې پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د کندهار يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخېستل شي، ازادي راډيو ته وويل، دواړه حمله کوونکي چې د تېښتې هڅه يې کوله، د امنتيي ځواکونو د يوې ګزمې له خوا وژل شوي دي.

د پېښې مسؤليت وسله‎والو طالبانو منلى دى.