خوګياڼی: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۲۲ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د تېرې ورځې راهیسې د اچین ولسوالۍ په مامند درې، لته بند بازار، پېښې او یو شمېر نورو سیمو کې په ترسره شویو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۲ داعش وسله‎وال وژل شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په وژل شویو ۲۲ تنو کې د ثاقب او نعمان په نومونو دوه تنه د داعش قومندانان هم شامل دي.

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې د داعش ډلې درې عرادې کرولا او ډاډسن ډوله موټرې هم تخریب شوي او یو شمېر وسلې او مهمات هم امنیتي منسوبینو تر لاسه کړي دي.

داعش وسله‎والو تردې دمه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.