افغانستان ما: افغانستان عملاً اضطراري حالت پیدا کړی

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان په ځانګړي ډول د پایتخت کابل د ناسم امنیتي وضعیت او د وروستیو پېښو په تړاو یو شمېر مطالب چاب کړي دي.

افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د چهارشنبې د ورځې تر حملې ورسته په دې وروستیو ورځو کې افغانستان عملاً اضطراري حالت پیدا کړی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د سیمې استخبارات د دغه هېواد لپاره د شومو نقشو په پلانولو بوخت دي، یو شمېر کسان د اپوزیسون په جامه کې د حکومت په وړاندې هر ډول اعمال ترسره کوي، لېرې او نېږدې هېوادونه له طالبانو او ترهګرو سره په اړیکه کې دي او افغان ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره عملآ په جګړه کې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور دا ډول وضعیت راوستل د دښمن کار دی نه کومه طبیعي پېښه، خو پوښتنه یې مطرح کړې چې دا دښمن څوک دی؟

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا یادو پېښو په تړاو لیکلي چې درې خونړۍ پېښې، واحده سرچینه. واحد هدف.

د سرمقاله لیکوال لیکلي، داسې ښکاري چې دا ټولې پېښې سره تړلي دي، او ویره دا ده چې دوام به وکړي.

سرمقاله لیکونکي که څه هم د دغه واحدې سرچینې په اړه په څرګند ډول څه نه دي ویلي چې دا د چا کار کیدای شی خو د هدف په اړه یې لیکلي چې دوی غواړي په خلکو کې ویره او وحشت خپور کړي، خلک اصلي دښمن ته له غبرګونه راوګرځوي او په خپل منځي اختلافاتو یې بوخت کړي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې وروستیو پېښو ته په اشارې سره لیکلي، داسې ښکاري چې د افغانستان وضعیت لا پسې خرابېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، که چارواکي د وضعیت کنټرول خپل نه کړي نو دا ویره شته چې وضعیت دومره خراب شي، څومره چې وړاندوینه یې هم نه شي کېدای.

په سرمقاله کې راغلي چې له موجوده وضعیته د وتلو لار باید سوله ییزه وي او تاوتریخوالی او وینه توېدنه رامنځته نه شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانانو په یو موټي والي ټینګار کړی او دوی یې صبر او حوصلې ته رابللي دي.

د هېواد سرمقاله لیکونکی بیا په دې باور دی چې د کابل په وروستیو پېښو کې د سیمې د استخباراتو په ځانګړي ډول د پاکستان د اسخبارتي سازمان ای اېس ای لاس دی او له خلکو یې غوښتي چې پرې نه ږدي څو فرصت طلبه او د پرديو لاس پوڅي یې له سپېحلو احساساتو ناوړه استفاده وکړي.