مجروح: د کابل وروستي پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل کې په پرونيو چاودنو کې ګڼ شمېر کسان ووژل شول او زخمیان شول.

د دې وزارت ویاند وحید مجروح تیره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"متأسفانه، په دې پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه زخمیان دي. زخمیان د کابل په څو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي."

په کابل کې پرون د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې درې چاودنې وشوې.

تر پېښې څو ساعته وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني ټلویزیوني وینا وکړه او پر خلکو یې د یووالي غږ وکړ.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پر خلکو غږ وکړ چې دښمن ته دې د خوشالۍ موقع نه ورکوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان دا پېښه غندلې او د افغانانو د یووالي غږ یې کړی دی.