په کابل "GIZ" خپل غیر افغان کارکونکي له افغانستانه وایستل

په کابل کې د وروستیو امنیتي ستونزو له امله د جرمني مرستندویه ټولنې "GIZ" خپل غیر افغان کارکونکي له افغانستانه وایستل.

د دې نړیوال سازمان مطبوعاتي مسؤلینو پرون شنبه ازادي راډیو ته تائید کړه چې کارکوونکي یې له افغانستانه ایستل شوي خو د دې حرکت د نورو جزئیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

خو د جرمني خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي چې د دې خیریه ټولنې یوازې لس تنه کارکوونکي په کابل کې پاتې شوي او نور ټول مامورین یې متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

د جرمني خبري اژانس وايي، په دې خیریه سازمان کې سل تنه جرمنیان او د نړۍ د نورو هېوادونو خلک په کار بوخت وو او لږترلږه ۱۴۰۰ افغانانو هم په کې کار کاوه.

پټو سرچینو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په کابل کې تر وروستۍ چاودنې دوه ورځې مخکې دې ادارې ته د جدي امنیتي ګواښ خبر ور رسېدلی و نو له دې امله یې له شپږو دفترونو څخه خپل کارکوونکي ایستلي وو.