عبدالله: افغانستان دامهال تر ظالمانه تجاوز لاندې دی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، افغانستان دا مهال تر ظالمانه تجاوز لاندې دی.

عبدالله عبدالله چې نن شنبه یې کابل کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې تر چاودنې وروسته رسنیو ته خبرې کولې وویل چې دښمن هڅه کوي افغان اولس په بېلابېلو نومونو په خپلو منځونو کې واچوي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو کې درې انتحاري حملې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه دا چې انتحاریان څنګه د جنازې په مراسمو کې ځای پر ځای شوي وو په دې اړه څېړنې روانې دي.

د محمد علم ایزدیار زوی سالم ایزدیار تېره ورځ کابل کې مظاهره کې د مظاهره چیانو او پولسو ترمنځ اخ وډب کې ووژل شو چې نن شنبه یې د جنازې مراسمو کې چاودنو ۶ تنه ووژل او ۸۷ نور یې ټپيان کړل.

ښاغلي عبدالله د کابل د تېرې ورځې مظاهره چیانو د دې غوښتنې په ځواب کې چې دی او ولسمشر باید استعفا ورکړي وویل چې که«زما په استعفا سره امنیت راتلای زه حاضریم چې استعفا ورکړم» خو نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې روان کړکېچ د ده په استعفی سره نشي هوارېدای.

نوموړي زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت مشران د خلکو ستونزې درک کړي او هڅه کوي چې ټولو ستونزو ته حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي عبدالله له مظاهره کوونکو هم وغوښتل چې د هېواد روان کړکېچ درک کړي او د وضعیت په سمولو کې له خپل حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي عبدالله د مظاهره چیانو د یوې بلې غوښتنې په ځواب کې چې انس حقاني باید اعدام شي وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي او ویې ویل که چېري پر انس حقاني د جرم تورنه ثابت شي قانوني چلند به ورسره وشي.

ښاغلی عبدالله دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې موټر بم چاودنې څه باندې اتیا تنه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

د یادې چاودنې په غبرګون یو شمېر کسانو د تېرې جمعې په ورځ کابل ښار کې مظاهره وکړه چې وروسته په تاوتریخوالي وواښته چې د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې په کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.